ماکسیم گورکي روسي ليکوال ،شاعر او ټولنيز شخصيت
دوکتور لطيف بهاند دوکتور لطيف بهاند

د زوکړې په وياړ-  دمارچ ۱۶ نېټه 

 

دهغه اصلي نوم الکسي ماکسیوويچ پيشکوف دی.

د ۱۹۶۸ کال د مارچ پر ۱۶ نېټه د روسيې د امپراتورۍ د نيژني ګورد ، په ښار کې پيدا شوی دی.

نوموړي تر ۶۸ کاله ژوند وروسته د ۱۹۳۶ کال د جون په اتلمسه د مسکو په څنډو کې مړ دی.

روسي ليکوال، او ډرامه ليکونکی او ټولنيز شخصیت و.

هغه رومانونه،داستانونه،لنډې کيسې،ډرامې،نظمونه او شعرونه ليکلي دي.

ماکسیم ګورکي ، د نولسمې پېړۍ د پای او دشلمې پېړۍ د پيل ،يو له پېژندل شويو نه پېژندل شوی،مخور او لوستونکو ته ګران ليکوال تير شوی دی.

هغه د روسيې د سوسيال دموکراسۍ له غورځنګ سره د نېږديوالي او د کليسا له وچو اصولو او تندلارې سره د سيالۍ له امله نړيوال نوم ګټلی و .

ده هم د روس د زياترو روښان اندو په څېر په روسيه کې پېښ انقلاب ته،د اکتوبرانقلاب ته د شک په سترګه وکتل .

د هغه پلار ترکاڼ و،خو يو بل روايت وايي چې پلار يې  د بېډۍ چلولو په يوه اداره کې مامور و.

پلار يې ماکسيم پوشکوف نومېده او دده تر زوکړې درې کاله وروسته د وبا د ناروغۍ له امله مړ شوی دی.

دګورکي مور وارواره واسيلوفنا، ( ګورکي)په يوولس کلنۍ کې يوازې پرېښود .

موريې د نري رنځ د ناروغۍ له امله  له دې فاني دنيا نه سترګې پټې کړې.

د مور او پلار تر مرګه وروسته يې له خپل نيکه سره ژوند کاوه .هغه د خوار ژوند له امله په يوولس کلنې کې کور پرېښود او د ډوډۍ پخولو په يوه داش کې يې مزدوري او ژوند  کاوه.

په زلميتوب کې يې د کازان پوهنتون ته د شاملېدو هڅه وکړه ،خو بری يې په برخه نه شو.په همدې وخت کې دمارکسيزم له نظرياتو سره آشنا شو.

پر ۱۸۸۸ کال کې د انقلابي اړيکو او هڅو له امله زندان ته لاړ. هغه د ښو اړيکو او پراخې پېژندنې له امله  ژربېرته ازاد ،خو د پوليسو تر دايمي څارنې لاندې پاتې شو.

په همدې کال يې د ريل په يوه لوی تمځي کې د ساتونکي يا چوکيدار دنده پيدا کړه.

د موچي او انځورګر شاګردي يې کړې ده.په یوې بېډۍ کې يې کار کاوه چې چلوونکی يې بې سواده ،خو د کتابونو د ټولولو سخت لېواله و.ډېر کلونه وروسته ماکسیم ګورکی خپل هغه بادار هغه یادوي او وايي چې دهغه دکتابونو له برکته له خورا ډېرو خبرو سره آشنا شوی دی.

ګورکي پېژندونکي ، داسې وايي چې د همدې کار سختو ورځو او خواريو دده  د "ساتونکي " او "ستومانۍ " د داستانونو تومنه جوړه کړې ده.

دهغه دې کار تر ۱۸۹۱ پورې دوام وکړ .په دې کال يې په هېوادکې دګرځېدو تکل وکړ.دده دا سفر تر قفقازه ورسيد.

دهغه ژوند سرګردانه او له خورا ستونزو سره مخامخ و.

 هغه دخپل ژوند په اړه ليکي:

"لوږه مې ليدلې ،له خواريو سره مې شپې کړي،بيامې نانوايۍ کې کار کاوه،شپني مې کړې،انځورګر وم،جوالي وم،چوکيدار پاتې شوی يم، شمايل مې رسم کړي،په اديرو کې مې کار کړی،قبرونه مې ايستلي ، مړي مې خښ کړي،په ځنګلو کې مې دلرګيو ماتولو کار کړی،باغواني مې کړې ده،لنډه دا چې خواريو ،هرې خوارۍ ته اړ کړی يم. "

دهمدې خوار ژوند له امله و،چې ده ځانته د "ګورکي " تخلص غوره کړ.د ګورکي کلمه په روسي ژبه کې د  "تريخ "معني لري.

تر دې ټولو وروسته خبريال او مقاله ليکونکی شو. "زما پوهنتونونه "کېدای شي دده هغه داستان وي،چې ده،په هغه کې دغه ټولې ترخې او له خواريو ډکې چارې اوکارونه د خپلو پوهنتونونو په نامه يادې کړي وي.

پر ۱۹۹۲ کال کې دهغه لومړنۍ ليکنه خپره شوه،دده داکيسه "مکار چودره" نومېږي.

هغه دومره پر ځان او خپلو ليکنو بې باوره وه چې خپل دا لومړنی اثر يې په مستعار نامه "ماکسيم ګورکي "خپور کړ.دا داستان د دوو جټانو د مينې کيسه ده.

دا جټان :زلمی يې "لايکو "او پېغله يې "رادي" نومېږي.دوی يو بل ته خورا ګران دي،خو داسې تصور کوي چې مينه او دهغه اړوند دود دستور د ددوي د ازادۍ دښمنان  دي.

بالاخره ځوان دهمدې شرمناکه دود دستور له امله خپله مينه،پېغله وژني (هغه ده ته شرم برېښي) او دهغه د مړي پر وړاندې په ګونډو کېږي او د ريبارۍ دود تر سره کوي. د دغې ريبارۍ د سرته رسولو په وخت کې دپېغلې پلار پر هلک بريد کوي او  هغه ځوان په چاړه وژني.

په روسانو کې چې کوم ځوان کومه نجلۍ غواړي،نو بيا هغې ته په ګونډو کېږي ،خپل زړه ورته وړاندې کوي او خپله هيله څرګندوي.

په جټانو کې د چا پر وړاندې ګونډه کېدل د سپکاوي او مرګ معنی لري.

پر ۱۸۹۵ کال يې د "چلکاش" " بوډۍ "او "ايزوګيل " اثار وليکل.

د ايزوګيل ،داستان يوه شاعرانه انداز ته ورته نثر دی.

دا داستان محترم نادر جلالي  او مصطفی رسولي لا په ۱۹۸۶ کال پښتو ژبې ته ژباړلی و.

دهغه يو څو کرښې به ولولو:

"هغوی سندرې بللې،خندل يې او منډې يې وهلې.ځوانان چې پوستکي يې لمر سوځولي وو،تور تور بريت، لنډ ختونو  لوی لوی پطلونونو سره .ښځې او پېغلې چې پوستکي يې هم دلمر له تاودوالي نصواري شوي وو،هغوی خوشاله ،چابکې ،چټکې ،دآبي سترګو او ورېښمينو کوڅيو سره چې د شپې تودې وږمې سره پريشانولې او هغه پولۍ يې چې په کې پيل شوې وې سره شرنګولې...دا ډېره ښکلی منظره وه.باد په مهربانۍ سره د څپو پر سر لوبولې کولې ،مګر کله به د ناپېژندلي موجود څخه تښتېده ، نو هيجاني به شو،دښځو ويښتان به يې چې د آفسانوي آس د يال په شان پريشانه وو،سره ښورول.دې به له ښځو څخه اساطيرې موجودات جوړول.هلکان او نجونۍ زموږ څخه ډېر لرې شوي وو،مګر شپې او تخيل هغوی نور هم ښايسته کول.

يو چا ويلون غږاوه او ديوې پېغلې ښکلی آواز هغه ته ځواب ورکاوه ،خوشاله خنداګانو فضا په سر اخيستې وه...

د بحيرې تند بوی،دتازه خاورې وږمه چې د ماښامني باران څخه وروسته لمده شوې وه ،په هوا کې څپې خورې کړې وې ...".

ماکسيم ګورکي،پر ۱۸۸۷ کال کې  له خورا بد ژونده د تښتې له امله د ځان وژنې تکل وکړ.

پر ۱۸۹۷ کال کې يې هم څلور نوي اثره لوستونکو ته وړاندې کړل: "پخواني خلک " " د ارلف کورنۍ:ميرمن او خاوند"  "ملوفه " او "کونوفالوف" .

پر ۱۹۹۸ کال يې د اثارو لومړني منتخبات خپاره شول. او دا لومړی ځل و چې يوه خپريدونکي ټولنه يو اثر درې زره ټوکه خپروي.تر دې نه دمخه هېڅکله کوم اثر له ۱۲۰۰ زيات ټوکه زيات خپور شوی نه و.

په دې ټولګه کې دده داستاني طرحې او نور داسې مينه ناک او د زلميتوب د منگ داستانونه راغلي دي.په هغو کې ځينې خورا په زړه پورې او په خپل ډول کې بې ساري دي.

ګورکي ، له تخليق او ليکنو ، نه ستړی کېږي.يو کال وروسته  پر(۱۸۹۹)کال د" فومه ګورديووا" رومان "د توفان مرغه "او "دشاهين سندره "خپروي.

د ۱۹۹۰-۱۹۰۳ په اوږدو کې د  "ترويې " په نامه د رومان تر ليکلو وروسته له مشرو ليکوالو ليف تولستوي (۱۸۲۸-۱۹۱۰)او انتون چيخوف (۱۸۶۰-۱۹۰۴)سره له نېږدې پېژندګلوي پيدا کوي.

پر ۱۹۰۱ کال کې يې د خپلو سياسي ليکنو په لړ کې د "مطلق واک سندره " چې د ترانې بڼه يې لرله، وليکله. واکمنو دی له دې کبله له مسکو دهغه پلارني ښار نيژني ګورد ته وشاړه.

د خپل ټول ياغيتوب سره سره يې پر ۱۹۰۲ کال د کليسا غړيتوب تر لاسه کړ.

په همدې کال يې د روسيې د امپراتورۍ دعلومو اکاډمۍ ، دافتخاري اکاډميک وياړ تر لاسه کړ ،خو مخکې هغه چې ددغه علمي وياړ  نه ګټه واخلي ،هغه بېرته ترې واخيستل شو.واکمنو دخپل دغه کار علت دا وښود چې ګواکې هغه د دولت پر وړاندې د پروپاګند  او هلوځلو له امله د  پوليسو تر څارنې لاندې دی.

د واکمنو ددې کار سره دمخالفت په نامه انتون چيخوف او کريلينکا په نامه بل اکاډميک ،د اکاډمۍ له غړيتوبه لاس په سر شول،خو بيا هم ګورکي ته چا غړيتوب ور نه کړ.

د ۱۹۰۵-۱۹۰۴   کلونو په اوږدو کې يې درې نوې نندارې وليکلي.په هغو کې د "باغوانان "او "د لمر زامن" د پام وړ وي.

پر ۱۹۰۵ کال کې يې  له ولاديمير ايليچ لينين سره پېژندګلوي وشوه.

ولاديمير لينين وروسته د اکتوبر د انقلاب مشري کوله اونړيواله پېژندګلوي يې پيدا کړه.

هغه په داسې حال کې چې خپلو ليکنو ته دوام  ورکړ ،پر ۱۹۰۵ کال د روسيې د سوسيال دموکراتيکې  ګوند غړی شو.

پر ۱۹۰۶ کال بهر ته ځي او د نري رنځ د ناروغۍ دتدواۍ لپاره په ايتاليا کې استوګن کېږي.

له ۱۹۰۰ تر ۱۹۱۳ پورې يېه نورو کارونو او بهر ته سفرونو سره   هممهاله د پوهنې په خپرندويه ټولنه کې کار هم کاوه.

که څه هم په لومړنيو اثاروکې يې کليوال ژوند،کورنۍ،مینې او پر خلکو د واکمنو  ظالمانو له لاس بري نه ګيلې راغلي ،خو تر ۱۹۹۰ کاله وروسته چې دی د سوسيال دموکراسي له غورځنګ سره اشنا کېږي،دده په وينا دهغه ليکنې د سوسيال رياليزم رنګ پيدا کوي.

ماکسيم ګورکي،د خپل ژوند او خپلو دغو ترخو خواريو انځور په خپل هغه داستان کې چې زما "ماشمتوب " نومېږي ،د مور په تصوير کې داسې انځوروي:

"جامې يې څېرې څېرې،خپلې ګڼې څڼې يې چې تل په خورا لېوالتيا ږمنځولې ،د يوې پرتمينې،خړې  او د ښکلې خولۍ په بڼه يې پر سر برابرولې ،اوس پر خپلو بربنډو اوږو  او بشرې راخورې کړې وې...په دې وخت کې يې د پلار ويده شوې بشره نازوله. "

 

د مور ستر رومان،ددغه ليکوال د آثارو غوره ليکنه ده.

د مور داستان،په هغو اثارو کې راځي چې نړيوال نوم يې ګټلی . دهغه موضوع د روسيې د شلمې پېړۍ د پيل د کورني او ټولنيز سياسي ژوند ،ناارامه،له خواريو او ستونزو نه د ډک ژوند دحالاتو بيان دی.

دا کتاب چې د روسيې د ۱۹۰۵ کال د انقلاب ترماتې وروسته  په ۱۹۰۶-۱۹۰۷ کلو کې ليکل شوی دی ،دشوروي کره کتونکو ،هغه د ټولنيز رياليزم يوه بشپړه بېلګه ګڼلې ده.

ددغه رومان اصلي څېره يوه زوريدلې،درديدلې مور ده.دهغې زوی د سياسي فعاليتونو په تور نيول شوی او مېړه يې يو نشيي دی.دوی له مذهبي عقايدو پرته بل هيڅ خوځون او هيله نه لري.

ډېر ژر يې خاوند مري او زوی يې د سياسي ژوند او لارې يو ستر مبارز او سرتيری کېږي.دا ځوان يو کارګر دی.هغه ورځ تر ورځې د خپلو ملګرو شمېر زياتوي،هغوی کورته رابولي ،غونډې جوړوي او د ځان او ټولنې د ژوند د ژغورنې لارې لټوي.

دغه ځوان ډېر ژر د څار (شاهي) پوليسو له خوا نيول کېږي،زندان ته ځي.دملګرو په منځ کې د هغه ځای او دندې يې مور په خپله غاړه اخلي.

مور هم د واک دپټو پوليسو منګلو ته لوېږي او بندي کېږي.

ګورکي د شلمې پېړۍ په لومړيو لسو کالو کې خپل زيات وخت سياسي مبارزې ته سپاري.

 پر ۱۹۰۸ کال د " اعترافاتو "په نامه ليکنه کوي او په هغې کې له لينين (۱۸۷۰-۱۹۲۴) ،لوناچارسکي ( ۱۸۷۵-۱۹۳۳)  او نورو روسي انقلابيونو سره خپل د اختلاف ټکي څرګندوي.

په همدې کال يې "هيڅچا ته دنه په کار سړی ژوند" ننداره وليکله. پر ۱۹۰۹کال کې يې هم دوه نور  داستانونه خپاره شول.

تر دې  ورسته يې  زياتره وخت په ايتاليا کې تيراوه،دايتاليا افساني په نامه د کيسو جونګ يې خپور کړ.

بيا يې له څو ورځپاڼو سره ملګرتيا کوله او له هغه سره هممهاله يې د روسيې د ټولنيز او سياسي حالاتو دڅېړنې دمقالو کتاب خپور شو.

د ۱۹۱۷-۱۹۱۹ کلنو تر منځ يې  د بالشويکانو د سياست په اړه خپلې انتقادي سياسي شننې او څېړنې خپرې کړې.

سره له هغه چې ګورکي کلونه کلونه دبالشويکانو مبلغ پاتې شوی و،د انقلاب له مشر ولاديمير ايلچ لينين ، سره يې له نېږدې او ښه پېژندګلوي درلوده،د پوره دريځ خاوند و،خو د اکتوبر تر انقلابه ( ۱۹۱۷)وروسته يې د کوم  لوړ دولتي واک سره لېوالتيا ونه ښوده.هغه نه يوازې دا کار ونه کړ بلکې پر ۱۹۲۱ کال کې چې په شوروي روسيه کې د کورنۍ جګړې اور په سړيدو شو،بيا اروپا ته لاړ.

په هغو مقالو کې چې تر انقلاب وروسته يې سمدلاسه  د ۱۹۱۷-۱۹۱۸ کلنو په اوږدو کې "د بې وخته تفکر "تر نامه لاندې وليکلې ، نه يوازې د خپلو انقلابي ملګرو کړه وړه وغندل ،ان  دانقلاب مشر لينين يې د واک په عصبېدو تورن کړ.

هغه له خپل دريځ نه په ګټو اخيستو په سلګونه تنه روسي روښان اندي د انقلاب له سوځونکو لمبو وژرغول.نه يوازې روښان اندي،هغو پورې اړوندې خپرونې،خپرندويي ټولنې ،دهغو آثار او ان شتمني ،دده له برکته ژغورل شوي دي.

سره له هغه هم ځينې ډېر لوي مخور لکه شاعر الکساندر بلوک (په ۱۹۲۱ کې مړ) نيکولای ګوميليوف ،د شاعري يې ،انا اخموتوا خاوند(په ۱۹۲۱ کې مړ)ونه ژغورل شول.هغوی د انقلابيونو له خوا اعدام شول.

دهمدې او دې ته ورته فرهنګيانو وژنو دهغه اړيکي له انقلاب سره وشلول .

هغه د انقلاب په پژواک کې نه د مينې سندرې بلکې دهغو لسګونو ميليونو بزګرو زګيروي او د وحشت زارۍ اوريدې ،چې خپله مادي او معنوي شتمني يې د کورنيو جګړو او کوپراتيفي کيدو نه په رالګېدلي اور کې له لاسه ورکول.

ګورکي چې د نري رنځ په ناروغۍ اخته و،د تداوي په نامه اروپا ته لاړ او سترګې يې پناه کړې.

له ۱۹۲۱ کاله تر ۱۹۲۳ پورې يې په هلسنګي ،برلين او پراګ کې ژوند کاوه.

د "روسيې بزګر " نومي داستان يې پر۱۹۲۲  کال خپور کړ. ده همداسې پرله پسې ليکنې کولې: "زما خاطرات  "   "درې ملګري  "  "يوازيتوب  " او ډېرې نور و آثار يې د لوستونکو تنده ماتوله.

 

پر ۱۹۲۴ کال چې لا په ایتاليا کې و، د لينين په اړه خاطرات يې وليکل.

پر ۱۹۲۵ کال يې بيا خپل رومان "د ارتنانيانو چاري"نومېده وليکه.

دی پوره ۷ کاله په اروپا کې پاتې شو .

پر ۱۹۲۸ کال له ستالين سره تر اوږدو خبرو او ليکنو نه وروسته بېرته روسيې ته ستون شو.

دده وروستي رومان د " د کلیم سامگین ژوند " نومېږي.داسې ويل کېږي چې دده دا اثر بشپړ شوی نه دی.

دماکسيم ګورکي، دا اثر زياتره ادبپوهان او کره کتونکي دګورکي شهکار ګڼي.

دا رومان په څلورو ټوکونو کې ليکل شوی دی.

ليکوال په دې رومان کې د۱۸۸۰- ۱۹۱۷ کلونو په اوږدو کې  د روسيې ملت ټولنيز روحي ژوند انځور باسي.

پر ۱۹۲۸ کال ،دشوروي په بېلابېلو جمهوريتونو کې تر سفره وروسته د شوروي ژوند په  هکله يو کتاب ليکي. ده خپل دا کتاب "په ټولو شوراګانو کې "  په نامه خپور کړ.

پر ۱۹۳۳ کال د تل لپاره له اروپا نه مسکو ته راغي.هغه چې راستون شو،دشوروي په  لويو ښارونو کې له  خلکو  او  دخپل هنر له سلګونو زرو لېوالو سره وکتل.

هېواد ته د راسنېدو په مهال يې هر کلي ته له ستالينه پرته  د شوروي ټوله مشري او په زرګونو ولسي خلک  مخې ته ور ووتل.

او ديوې بلې پريکړې له مخې هغه دکمونست ګوند د عمومي مشر ايوسف ستالين مشاور وټاکل شو.،خو  دکار دپيل سره سم  ډېر ژر پوه شو چې په هېڅ کار کې دده مشوره په کار نه ده.

دهغه شهرت ، د وخت په شوروي کې تر ستالينه وروسته ددوهم سړي شهرت و.

 

پر ۱۹۳۴ کال دده په مشرۍ ،نوښت او پرانستونکې وينا دشوروي د ليکوالو ټولنه جوړېږي.

په همدې کال او تر همدې وياړه  ژر وروسته دهغه زوی په رازمن ډول وژل کېږي.

د ماکسيم ګورکي نه یوازې ژوند، د بې ساري استعداد له معماوو ډک و،بلکې د هغه مرګ هم يوه لويه معما وه.

دغه شان يوه معما دهغه ترمرګه  وروسته هغه وخت راپورته شوه،چې دده معالج داکتران ،هغه ته د زهرو په ورکولو تورن شول.

وويل شول،چې داکترانو په چاکلیتو کې هغه ته زهر ورکړي دي.

هغه د ۱۹۳۶ کال د مې په مياشت کې ناروغ شو.دا ناروغي په چټکۍ پر مخ روانه وه.

ليکوال، ډېر ژر له ژونده نا اميده شو،داسې  چې چا يې تصور هم نه کاوه.يوه ورځ دهغې يوې  نرسې له هغه نه چې حال يې خورا خراب  و، وپوښتل:-

الکسي!ووايه څه غواړﺉ؟

هغې بيا بيا دا پوښتنه تکرار کړه،تريوه اوږده ځنډه ورسته ليکوال ځواب ورکړ:

-زه نور له تاسو  ډېر لرې شوی يم،راستنېدل مې خورا ګران دی.

دهغه لاسونه او غوږونه تک تور واوښتل او داسې برېښېده چې له مرګ سره لاس او ګريوان دی.هغه په کرار کرار داسې لاس ښوراوه چې ګواکې غواړي مخه ښه وکړي.

په دې وخت کې و،چې يوه معجزه ترسره شوه.څوک راغلل او وې ويل:

-  تلفون راغي ،ستالین د ليکوال پوښتنې ته را روان دی.

دا لکه د منځنيو پېړيو د افسانو په شان چې له يوه دمه ،يا له يو وار کتو نه او يا هم له يو وار لاس وهلو نه وروسته،مرګنی ناروغ جوړېږي. ليکوال کې هم د رغېدو او خوښۍ نښې را څرګندې شوې.

هوکې ستالین او یاران یې په رښتيا راغلل .دهغو په راتګ سره ،ليکوال دومره خوښ شو چې له هغه سره يې دخبرو توان پيدا کړ.

هغوی د  ښځو ليکوالو او فرانسوی ادبياتو په اړه وغږيدل.

ستالين بيا وويل:

-ته چې روغ شوې بيا به دکارونو په اړه غږېږو!

او ګورکي ځواب ورکړ:

-        رښتيا هم کارونو ډېر پاتې دي.

ستالين:

-        هو کارونه خورا زیات دي او تا ځان ته ناروغي پيدا کړې ده.

ستالين تر يوه لند ځنډه زياته وويل:

-کېدای شي ،په کور کې څه می(شراب ) وي،چې ستا په سلامتۍ يې  پورته کړو.

په رښتيا هم می په کورکې می پيدا شول.

نورو جامونه پورته کړل،پر سر يې واړول ،خو ګورکی جام تر شونډو يوړ او بېرته یې کېښود.

تر دې بندار وروسته ګورکي لس ورځې نور هم ژوندی و.

د ۱۹۳۶ کال د جون په ۱۸ نېټه ماکسيم ګورکي ، د شوروي ستر ليکوال ومړ.

دهغه په ځنازه کې د ۷۰۰ زرو په شاوخوا کې دهغه خپلوان ،ملګري او  دهغه د نه هېریدونکي هنر لېوال راټول شوي وو.

د هېواد د مشرۍ تر ټولو نه واکمن غړي، په شوروي کې د بهرنيو دیپلوماتي څانګو مشران او نورو دهغه تابوت د کرملين ددیوال خواته ورساوه او په ځانګړو رسمی مراسمو يې هلته خاورو ته وسپاره.

دهغه د خښولو په مراسمو کې ځانګړې ډزې وشوې.

او په هماغه ورځ په مسکو،لینینګراد او نیژني ګورد کې دهغه د يادګاري مجسمو د درولو پريکړه وشوه.

 

دهغه داثارو ځانګړتياوې:

اتريشي غوره ليکوال،ستیفن څفیګ چې د ګورکي ،دهغه دهنر او شخصيت په اړه ليکنې لري،هغه ته په يوه ليک کې وايي:

" ماستا خورا نوښتګر ،هنرمند او متفکر انسان  په اړه چې هر څه راژباړل شوي دي ،لوستي دي او ځانته دا حق ورکوم،چې تاسو يوه ځلانده څېره وګڼم.

ځکه دا ټول ستا د اندېښنو او تفکر زېږدنده دي."

د ۱۹۲۸ کال د مې د مياشتې شپاړلسمه

 

البته تر مينې وروسته، ژوند ته په هيلمندۍ کتل،اميد،بری ،نيکمرغۍ ته رسیدل او  په دې لاره کې مبارزه دده داثارو غوره تومنې جوړوي.

د روسي او شوروي لیکوالو لنډ داستانونه،په کتاب کې لولو:

" ګورکي لا په خپلو لومړنيو رومانتيکي آثارو کې ځان داسې ليکوال وښوده چې د زړه له کومې او په کلکه يې د ازاد او نيکمرغه انسان ارزو لرله...هغه په خپلو آثارو کې داسې قهرمانان ښودلي دي ،چې دپياوړي زړه، ښکلي روان خاوندان ،زړور او ویاړلي  دي... هغه نه يوازې په ژوند کې د قهرمانۍ ستاينه کوي بلکې په خپلو ډيرو لنډو داستانونو او ناولونو کې يې د ژوند باداران غندلي دي.دده په اثارو کې د مطلق العنان رژيم په خلاف چې خلک يې زورول ، اعتراض څرګند شوی دی".

د ماکسيم ګورکي ليکونه:

ماکسيم ګورکي ،په خټه او دطبعيت له مخې خورا بنډاري او مجلسي سړی و.

له خپلو ځانګړو او نېږدې انډيوالانو پرته ،هغه د روس د مشرانو ،لينين او ستالين په نامه هم ليکونه ليکلي دي.

دغه راز د روس له سترو ليکوالو ليف تولستوي،انتون چيخوف او مايکوفسکي ،اتريشي ليکوال ستيفن څفيګ په نامه هم ليکونه لري.

دا ليکونه نه يوازې د ژبې له پلوه بلکې دځينو تاريخي يادونو له کبله خورا ارزښت لري.

ماکسيم ګورکی ته د ستالين ليک:

د ۱۹۳۰ مال د اپريل ۳۰ –مسکو

د ډېر درناوي وړ الکسي ماکسيموويچه ته اورني سلامونه!

له هغه پاملرنې نه کنډک کنډک بښنه غواړم چې تاسو ته مې د ليک په ځواب ورکولو کې کړې ده.

ستاسو روغتيا څنګه ده؟ايا د سميګينه دداستان ليکنه دوام لري؟زه رک روغ يم.زموږ جارې بدې نه دي.بس ژوندي يو.

په ټينګه دې لاس کېښکاږم

ستا يوسف ستالين

 

ګران يوسف  ویسارینویچ !

ا.کاميګولوف ( ادبي کره کتونکی)له تاسو نه هيله کړې وه چې د ادبي زده کړو د مجلې لّاره  يوه مقاله وليکئ .زه هم د زړه له کومې له تاسو نه دغه هيله کوم

د مقالې موضوع " د ګوند له نظره هنري ادبياتو او د هغو فرهنګي انقلابي دريځ  " ده.

هيله کوم هغه وليکۍ.

تاسو  ب، بيلوڅيورکوفسکي (ليکوال) ته يو ډېر ښه ليک لرئ ،هماغه اوږد کړئ.تاسو ماته دهغه ليک کاپي رالېږې وه،له بده مرغه هغه يې له مانه په ابخاز کې ستاسو له ډېرو نورو ليکونو او سلواکيا ته زما د سفر له يادښتونو، سره وسوځول.

 ګوند ته د بخارين،الکسي ايواونوويچ او تومسک ،پر  بېرته راګرځېدو تر لېونتوبه پورې خوشاله شوم.

داسې چې په ګوګل کې مې د خوشالۍ يو توفان جوړ شو،ما ته ددغه بېلتون زغمل خورا ګران و.

په ټينګه دې لاس کېښکاوم

روغتيا او روحي تاندتوب دې غواړم

ا.پيشکوف

۲۹/۱۱/۱۹۲۹

 

تولستوی ته د  ګورکي ليک:

ليف نيکولايوويچه ! ستاسو له ليکه مننه!

ستاسو له ښکلي انځوريزيزو او وياړمنو تورو او کلمو نه چې زما په هکله مو ويلې وې مننه:تاسو ليکي و: ستاسو په ليکنه کې مې تر ټولو غوره انځورونه او ليکنه ومونده.

زه نه پوهېږم چې زه تر خپلو کتابونو غوره يم او کنه؟خو په دې پوهېږم چې  هر ليکوال بايد تر هغه څه نه لوړ او ښه وي چې ليکې يې.نو له دې کبله وايم ووايم،کتاب به څه شی وي؟آن ډېر غوره او لوړ کتابونه به،يوازې مړه او تور  توري او د رښتيا د انځورولو يوه هڅه وي.

سخت غواړمه يو وار بيا ستاسو ديدن ته راشم، خو ډېر خواپدی په دې يم چې دا ارمان به ځکه تر سره نه شي،چې ټوخېږم،سر مې خوږېږي او په ټول قوت سره کار هم کوم. يو داستان مې راپيل کړی دی. موژيک نومېږي. اتل يې يو پوه دوکمار دی.دهغو کسانو له ډلې نه چې زما نه خوښېږي.  زما په اند دا د ټولنې تر ټولو ناوړه او ناړامه وګړي دي...ددې لپاره چې تاسو مې تر دې نه زيات په عذاب کړي نه واست،ستا پر وړاندې سر ټيټوم، او ستا لاس په کلکه کېښکاږم.

دغه راز ستا مېرمنې ته هم د درناوي په نښه سر ټيټوم .ستاسو د روغتيا هيله کوم.

ا.پيشکوف

د۱۹۹۰ کال د فبروري ۱۴ نېټه

 

د ليکوال په ياد:

 ددغه ليکوال په ياد په پخواني شوروي اتحاد کې بېشمېره يادګاري څلي جوړ شوي دي.کولای شو په زغرده ووايو،چې دهغه په نامه په روسيه او دپخوانۍ شوروي په هېوادونو کې په سلګونه کوڅې نومول شوي او لس ګونې تياترونه،سينماګانې اوڅو پوهنتونونه دده په نامه و.

په مسکو کې د ځمکې لاندې د ترانسپورت يو تمځای ،ددې ښار  يوه لويه مرکزي کوڅه( اوس دا کوڅه تفريسکايا نومېږي).

په مسکو کې د ماکسيم ګورکي په نامه د ادبياتو يو انستيتوت او  ددې ښارد هنري تياتر اکاډمي د ده په نامه دي.

دغه راز د روسيې د لرې ختيځ د پريمورسکي د ښار اکاډميک تياتر، د اذربايجان په پلازمينه د باکو په ښار کې د زلميانو تياتر ،د قزاقستان په پلازمېنې استانې ښار کې  يوتياتر.. او تر ۱۹۹۳ کاله پورې د ترکمنستان دپلازمينې عشق آباد دولتي پوهنتون ، له هغو سلګونو ځايونو نه دي چې ددې ليکوال په نامه ياد شوي او ځينې يې اوس هم دده په نامه يادېږي.

هغه مخکې له دې چې ناسيوناليست او يا سوسياليست واوسۍ ،هغه یو هيومنيست دی. هغه په ۱۹۰۶ امريکا ته لاړ.هغه په امريکې کې د انقلابيونو لپاره پيسې راټولوې.

 په ۱۹۶۸ کال کې چې کله په شوروي کې دهغه د منتخباتو د خپريدو خبر خپور شو،ددې هېواد د بېلابېلو جمهورتونو د درې سوه زره تنو زياتو کسانو مخکې له مخکې د هغه د اخېستو لپاره نومونه ليکلي .دا په داسې حال کې و چې دهغه آثار پرله پسې توګه خپريدل.

په شوروي کې دهغه له آثارو سره لېوالتيا سخته بې سارې وه،نه یوازې شوروي کې بلکې په ټوله نړۍ کې دا مينه او تلوسه بې سارې وه.

دهغه له تورواو کلمو نه مينه اوري.دهغه له جملو او ليکنو نه د ښکلا، ټولنيزې فلسفي شنننې ،د وخت دروح غږ اوريدل کېده.

دهغه په آثارو کې ايديالوژي ارمانونه داسې انځوريدل چې دسټړيا سبب نه کېدل.

ګورکي په پښتو ژبه کې:

 

زه داسې تصور کوم چې زموږ په هېواد کې ،له بل هر روسي ليکواله ماکسیم ګورکي زيات پېژندل شوی دی.

دا خپله دڅېړنې لپاره يوه غوره موضوع ده.

که څه هم له څېړنو پرته به دا خبره ګرانه وي چې  ووايو،څه وخت او دچا له خوا د ګورکي کوم اثار د لومړي څل لپاره پښتو ژبې ته ژباړل شوی دی،خو بيا هم  دومره ويلي شو،چې په تيت او پرک ډول دا کار ډېر شوی دی.

زه به له څېړنې پرته دهغو څو اثارو يادونه وکړم،چې ماته راياد شي:

ايزوګيل، دا داستان محترم نادر جلالي  او مصطفی رسولي لا په ۱۹۸۶ کال پښتو ژبې ته ژباړلی  او دشوروي د پرګرس موسسې له خوا په مسکو کې خپور شوی دی.

پر ۱۹۶۳ کال کې  مستان کمال الدین: د توفان په نامه يو کتابګوټی خپور کړی  و.په هغه کې  دګورکي  لنډې  کيسې راغلې دي.

احسان احسان الله  ارينزي پر ۱۳۸۶ کال دګورکي "مور او زوى" اثر خپور کړی دی.

 زما پوهنځى: د ګورکي د يو اثر ژباړه ده، چې چاپ شوى دى.

د ادبياتو هدف يا موخه درې تنو او درې واره خپور شوی دی.

زما له خوا(لطیف بهاند) پر ۱۳۵۵ کال کې ژباړل شوی  او د " زیري په  اونيزه خپرونه کې خپور شوي دی.

او په وروستيو کلنو کې د عبدالمالک زهير او  زیږ افغان له خوا ژباړل شوی او دواړو په بېلابېلو ځايونو کې خپلې ژباړې خپرې کړي دي.

دغه راز غوره ژباړونکي راشد خټک د ماکسيم ګورکی ٢٠ لنډې کيسی پښتو ته را ژباړلی چې دا ټولې بيا د (غــــــچ) په نامه ټولګه کې پر ١٣٨٥ کال کې د دانش خپرندويې ټولنې له خوا چاپ شوي دي.

ديادونې وړ ګڼم چې دهغه د مور ،دښمن ،ميراث او دمور حماسه،زما له خو اپه پنځوسمو کلنو کې د پرله پسې داستانونو په توګه ترتيب او د راديو افغانستان له لارې خپاره شوي دي.دغه راز د مور او ميراث رومانو نه د نړۍ د شهکارونو په خپرونه کې هم زما له خو اخپاره شوي دي.

دا خپرونه هم په پنځوسمو کلنو کې له راديو افغانستانه خپريدله.

که د راديو افغانستان ارشيف د انقلابونو له لمبو ژغورل شوی وي، ددې اثارو ليکنيزه او راديويي بڼه به هرو مرو هلته پيدا کړای شو.

زه به دا خپله نيمګړې څېړنه د ګورکي په دې خبره پای ته ورسوم:

زه د انسان د پرمختګ پر نندارې مين یم.

مسکو

د ۲۰۱۱کال د مارچ ۱۶نېټه.


March 17th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان